IQNA

سپاه پاسداران به ددښمن سټراټژيک نقشې او پلان د احیاء اجازت ورنه کړي

 د دښمن له درک  پورته  لا لویو حیرانوونکو لاسته راوړنو ته تیار  یوو

18:17 - April 22, 2026
د خبر لمبر: 3492692
ایکنا – د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو ددغه ولسی  او انقلابی ځواک د  رامینځةکیدا د کلیزې په مناسبت په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی چې دا ځواک د دښمن له درک او محاسبې څخه لوړې لاسته راوړنو او حیرانوونکي اقداماتو ترسره کولو ته چمتو دی.

ایکنانیوز  راپور راکړی،  د اسلامی  انقلاب سپاه پاسدارانو په اعلامیې کې ویلي: د ایران ویاړمن ملت د سپاه د هر اړخیزو ستراتیژیکو وړتیاوو له امله،چې د وسله‌والو ځواکونو تر څنګ ئې د زړورتیا او مېړانې په اوج کې د توغندیزو او بې‌پیلوټه بریدونو له لارې دښمنان کمزوري کړي، ویاړي.

اعلامیه زیاتوي چې د خلکو له ۵۱ ورځو څخه زیات دوامداره ملاتړ او  په ډګر کې ولولناک شتون یو بې‌ساری او حیرانوونکې تاریخي ښکارنده رامنځته کړې ده.

په اعلامیې کې د «پوځي چُپتیا» پر مهال د هوښیارۍ او د دښمن د چلند د څارنې پر اړتیا ټینګار شوی او ویل شوي دي ، د ایران د وسله‌والو ځواکونو، په تیره بیا د سپاه پاسدارانو، په نوښت سره د دښمن پوځي بیخ بینائيو ته سخت تاوان اوښتې دي.

سپاه ټینګار کړی چې دا ځواک د هر ډول ګواښ پر وړاندې د سمدستي او پرېکنده غبرګون لپاره بشپړ چمتووالی لري او که جګړه بیا پیل شي، نو د دښمن پر پاتې شونو به له تصوره  لازیات  سخت ګوزارونه وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4347951

captcha